نایاب: ارزګان کې څه باندې ۶۰ پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

د ارزګان د مرکز ترینکوټ په پنځلس کیلو مترۍ کی د کرنا په سیمه کې د نظم عامه کنډک له شپیتو ډېر ځواکونه له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په ارزګان کې د نظم عامه کنډک پر سرتېرو حمله کړې وه چې پنځلس سرتېري وژل شوي او تر شپیتو ډېر وسله والو طالبانو سره یوځای شوي دي.

په همدې حال کې په ولسي جرګې کې د ارزګان ولایت استازي عبیدالله بارکزي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ځواکونه له تېرو څلویښت ورځو راهیسې د طالبانو په محاصره کې وو.

خو وسله وال طالبان بیا وایي چې دغلته د نظم عامه یو سلو پنځه سرتېري له دوي سره یوځای شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې هم ۳۸ سرحدي پولیس د تجهیزاتو له کمښت او محاصرې وروسته له طالبانو سره یوځای شوي وو.