د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین فرانسې ته خپل سفر ځنډولی دی.
پوتین راتلونکې اوونۍ پاریس کې د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولانډ سره د خبرو تر څنګ، د روسي هنري اثارو د یوه نندارتون د پرانیستلو پلان درلود.
خو پوتین خپل سفر د دې لپاره لغوه کړی چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ غوښتل چې د دواړو خبرې یوازې د سوریې وضعیت ته محدودې وي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ پرون په دې اړه وویل:
"ټاکل شوې وه چې ښاغلی پوتین ډېر ژر پاریس ته راشي او په یو لړ مراسمو کې برخه واخلي. ما له دې ملاقات سره یوازې په دې شرط موافقه کړې وه چې هغه به د سوریې پر حالت خبرې راسره کوي، یوازې پر سوریه! ما همداراز ولسمشر پوتین ته څرګنده کړې وه چې پاریس ته د راتګ په صورت کې بهیې زه نورو مراسمو ته نه بدرګه کوم خو د سوریې پر وضعیت خبرې کولای شم او هغه د سفر ځنډول غوره وبلل."
د کرېملېن ویاند ویلي چې د دې سفر لپاره به بل مناسب وخت ته ګوري.