د روسیې جنګي الوتکو د سوريې شمال ختیځ کې د حلب پر ښار چې محاصره دی، درنې بمبارۍ بیا پيل کړې.
سوریه کې د بشري حقونو د څارنې اداره چې مرکز يې په لندن کې دی، پرون سې شنبه وویل چې د حلب په بوستانالقصر او فردوس سیمو کې لږ تر لږه ۸ ملکي وګړي په دې حمله کې وژل شوي دي.
د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د بشارالاسد رژیم د تېرې چهارشنبې په ورځ پر حلب د بمباریو د بیا پیل اعلان وکړ او دا ښايي د روسي الوتکو تر ټولو درنه بمباري وه.
حلب کې لږ تر لږه دوه نیم لکه وګړي په جګړه کې بند پاتې دي.