د بخښنې نړیوال سازمان په څو ورځو کې په ایران کې د یوې ځوانې ښځې د اعدام د امکان له امله اندېښنه څرګنده کړه.
زینب سکانوند په خټه د ایران له کُردانو او ۲۲ کلنه ده.
دا په ۱۷ کلنۍ کې د خپل مېړه د وژلو په جرم نیول شوې او بیا په اعدام محکومه شوې وه.
پر هغې د اعدام حکم د حاملګۍ له امله تر اوسه ځنډېدلی و خو څو ورځې مخکې يې ماشوم پيدا شو.
دې ځوانې ښځې ویلي چې مېړهیې وهله او تشدد یې ورسره کړی دی. هغې څو ورځې مخکې مړ ماشوم زیږولی و.
د بخښنې نړیوال سازمان پرون سې شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سکانوند د محاکمې له امله شدیده اندېښنه لري او هغه ښايي د پنجشنبې په ورځ اعدام شي.
په دې سازمان کې د منځنۍ اسیا او د افریقا د شمال سیمې څارونکي فلیپ لوتر ویلي چې د جرم پر وخت د سکانوند عمر تر ۱۸ کلونو کم و، هغې مدافع وکیل نهدرلود او ادعا یې کړې چې پولیسو وهلې او شکنجه کړې یې ده.