صدیقي: کابل کې د عاشورا پر عزادارانو حمله کې ۱۴ تنه ووژل شول

د کابل په درېیمه امنیتي حوزه کې د "سخي" په زیارت کې پرون سې شنبه د عاشورا پر عزادارانو حمله کې ۱۴ تنه ووژل او ۳۶ تنه زخمیان شول.

د کورنيو چارو وزارت ویاند خبري رسنیو ته وویل چې په وژل شویو کې ۱۳ ملکي وګړي او یو د پولیسو افسر دی.

د افغانستان ولسمشر دا حمله په شدت غندلې او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره‌یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د حملې مسؤلیت کومې ډلې نه‎دی اخیستی.

رپوټونه وايي چې حمله کوونکي د پولیسو یونیفورم اغوستې و.

کابل کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې هم د عاشورا پر مراسمو په انتحاري حمله کې لږ تر لږه ۵۴ تنه وژل شوي وو.