د افغانستان د ولسمشر مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په شمالي ولایتونو کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد د جګړې د رهبرۍ لپاره، تېره شپه جوزجان ته ورسېد.
د بلخ د ولایتي شورا غړي شجاعالدین شجاع پرون سې شنبه د ازادي راډیو خبریال ته وویل، جنرال دوستم به د وسلهوالو طالبانو پر ضد په قوش تېپې، درزاب او غورماچ ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو رهبري کوي.
دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د فاریاب غورماچ ولسوالۍ سقوط وکړ.
د فاریاب د ولایتي شورا یو شمېر غړو پرون ازادي راډيو ته وویل چې د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره په سیمه کې جګړه روانه ده.