غور د ښځو چارو ریاست د "غریب‎ګل" په اړه اندېښنه ښيي

غور کې د ښځو چارو ریاست د "غریب‎ګل" په نوم د هغې نجلۍ په اړه اندېښنه څرګندوي چې یوه ۶۰ کلن سړي ته ور واده شوې وه.

غریب‎ګل شپږ کلنه ده او په میمنه کې د ښځو لپاره د "امن" په خونه کې ساتل کېږي.

د غور د ښځو چارو ریاست یوې چارواکې هاجرې بشیر پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل:

"د دې لپاره چې د دې ماشومې روحیه لا خرابه نه‎شي، موږ هڅه کوو چې هغه امن سیمې ته واستول شي چې زده‎کړه وکړي او له نورو ماشومانو سره واوسي."

د غور امنیتي چارواکي وايي چې د غریب‎ګل د ودولو په جرم یو شمېر کسان نیول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.