شیعه‌ګان نن چهارشنبې د عاشورا مراسم ترسره کوي

د نړۍ مسلمانان، په ځانګړي ډول شیعه‌ګان نن چهارشنبه چې د محرم‌الحرام د میاشتې له لسمې سره برابره ده، د عاشورا مذهبي مراسم ترسره کوي.

په کابل، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د شیعه‌ګانو ټولنو د دې مراسمو لپاره خاص ترتیبات نیولي دي.

د افغانستان حکومت د امنیتي ستونزو له امله، پر خلکو غږ کړی چې پر لارو او میدانونو کې له سترو غونډو او داسې حرکتونو ډډه وکړي چې افراطي ډلو ته د تخریبي فعالیتونو موقع ورکولای شي.

چارواکي وايي، د عاشورا د مراسمو لپاره ځانګړي سیمې او تکیه‌خانې په نښه شوي چې خلک ورتلای شي.