د فاریاب د غورماچ ولسوالۍ له سقوط سره سم د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نن شمالي ولایت فاریاب ته سفر وکړ.
د ښاغلي دوستم ویاند بشیر احمد ته ینج ازادي راډیو ته شېبه مخکې په دې اړه وویل:
"غورماچ تیره شپه سقوط وکړ، نو پریکړه دا شوه چې فاریاب او شمال ته د طالبانو د توجه په خاطر معاون صاحب هلته سفر وکړي."
د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش د معلوماتو له مخې د غورماچ د ولسوالۍ ودانۍ نن سهار وختي تر سختو جګړو وروسته د طالبانو لاس ته و لوېده او امنیتي ځواکونه په نږدې یوې اډې کې ځای پر ځای شول.
د ولسمشر لومړي مرستیال له دې وړاندي څو ځله د فاریاب، جوزجان او سرپل د امنیتي حالاتو د کابو کولو په خاطر دغو ولایتونو ته سفرونه کړي دي.