د قزاقستان مرکز الماتې کې ۳ وسله وال نیول شوي

د قزاقستان امنیتي ځواکونو د دې هېواد په تر ټولو لوی ښارالماتي کې درې مشکوک تروریستان نیولي دي.

د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې د سې شنبې په ورځ وویل چې نیول شویو کسانو د قانون د تنفیذ پرچارواکو تروریستي حملې پلان کړې وې.

د دې کمیټې پلټونکو په یوه بیان کې ویلي چې له مشکوکو کسانو سره یې پرافراطي لیکنو سر بېره داسې ټوټې موندلې چې په چاودیدونکو وسیلو کې ترې کار اخیستل کېږي.

په جون میاشت کې د قزاقستان چارواکو ویلي وچې یوې پنځه ویشت کسیزې اسلامي سخت دریځې ډلې په شمال لویدیځ اقتوبې ښار کې یو شمېر حملې ترسره کړې چې پکې پنځه ملکیان او د دې هېواد د امنیتي ځواکونو درې غړي وژل شوي و.