پسرلی: کابل کې د "بزنس اجنډا" په نوم کنفرانس جوړېږي

د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو خونې مسؤلین وايي چې په نږدې ورځو کې په کابل کې د "بزنس اجنډا" په نوم یو کنفرانس جوړېږي.

د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه غونډه د "ساید " په نوم ادارې له خوا تر هغې سروې وروسته جوړېږي چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سوداګرو د وضعیت د ارزونې په تړاو تر سره شوې ده.

ښاغلی پسرلی وایي چې دغه سروې د سوداګرۍ او صنایعو د خونو په مرسته شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې د دغې سروې هدف دا دی څو په هېواد کې د سوداګرو ستونزې، فرصتونه او پرمختګونه د یوې طرحې په شکل ولسمشر ته وسپارل شي او بیا وروسته ورته د حل لارې چارې ولټول شي.