حیات: د لښکرګاه شاوخوا جګړه به څو اوونیو کې پای ته ورسېږي

د هلمند والي وايي، د لښکرګاه ښار پر شاوخوا جګړه به په څو اونیو کې پای ته ورسېږي.

حیات الله حیات د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کي وویل لښکرګاه ته د کندهار او مرکز څخه یو شمېر تازه د مې سرتېري او کمانډويي ځواکونه رسېدلي او ډېر ژر به د لښکرګاه پر شاوخوا نږدې سیمو کې تصفیوي عملیات پیل کړي.

هغه زیاته کړه:

"تېره شپه د شپږ سوه او اووه سوه په شااوخوا کې کمانډويي، پیاده او ضربتي ځواکونه لښکرګاه ته راورسېدل تر څو د موجوده ځواکونو تر څنګ د دښمن په وړاندې مقابله وکړي، تر څو دښمن د لښکرګاه له څنډو نه پرشا کړو، ولسونو ته ډاډ ورکو، کوم ځواک چې مخکې لښکرګاه کې موجود وو د دوی په خدمت کې و، ولې په نوو تازدمه ځواکونو سره به موږ وتوانېږو چې د خپلو پلانونو له مخې دښمن د لښکرګه ښار له شاوخوا سیمو نه پر شا کړو."

حیات رسنیو ته وویل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لښکرګاه ښار، نادعلي او ناوې ولسوالیو په مربوطاتو کې د هوايي او ځکمنیو بریدونو په ترڅ کې ۸۵ تنه وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

هغه د لښکرګاه اوسېدونکو ته د امنیت ډاډ ورکړ او له هغوی څخه يې د ارام اوسېدو غوښتنه وکړه.

په هلمند کې د ۵۰۵ بست زون قوماندان مل پاسوال محمد حکیم انګار هم په دې ګډه خبري ناسته کې وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لښکرګاه او نادعلي په مربوطاتو کي ۵ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د اپه داسې حال کې ده چې تېره ورځ غرمه مهال یو شمېر وسله وال د لښکرګاه په شمال کې د ښار دوهمې امنیتي حوزې ته ننوتله او یو شمېر سیمې يې تر خپل ولکې لاندې راوستلي چې د ورځې په اوږدو کې افغان ځواکونه وتوانېدل دوی د ښار له اړوند سیمو په شاکړي.