کندهار کې د ارزګان ولایت له ۴۰۸ کورنیو سره د خوراکي توکو تر څنګ د نغدي پیسو مرسته هم وشوه.
د ارزګان پر شاوخوا ۴۰۰ بېځایه شویو کورنیو دغه مرسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست او د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ریاست لهخوا ووېشل شوه.
د کندهار د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس مسعود پښتون د مرستې د وېشلو پر مهال خبریالانو ته وویل چې دغه مرستې یې د بېلابېلو مؤسسو څخه راټولې کړي دي.
د نوموړي په وینا د هرې کورنۍ سره د اته زره افغانیو تر څنګ ۲۰۰ کېلو اوړه، اووه کېلو غوړي او اووه کېلو دالنخود مرسته شوې ده.
ښاغلي پښتون زیاته کړه:
"نن ورځ د ۴۰۸ کورنیو لپاره دا موادو ورکوو تر اوسه مو په مجموع کې ۱۲۰۰ کورنیو ته مواد وېشلي ۱۴۹۷ کورنۍ مو سروې کړي د نن په پروګرام کې چې یو نوښت راغلی د «ان، ار، سي» مؤسسې لهخوا اته زره افغانۍ نغدي مرسته هم شته."
د یوې سروې پر اساس کندهار ته تر دې مهال له مرکز ترینکوټ څخه د روانو جګړو له امله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ راغلي.
دغو کسانو چې مرستې یې ترلاسه کړي وايي، د شدیدې جګړې له املهيې خپل ډک کورونه پرې اېښي او د يوه جوړه کاليو سره له خپلو مېنو وتلي.
دوی له دولته غواړي چې سیمې دې له وسلهوالو پاک کړي، څو بېرته خپل ولایت ته ستانه شي.
د ارزګان په مرکز ترینکوټ او شاوخوا سیمو کې لا هم جګړه نهده ختمه شوې او ویل کېږي چې امنیتي ځواکونه یوازې د ولایت د ودانۍ په شمول د ځنیو دولتي تأسیساتو ساتنه کوي او د شاوخوا سیمو څخه د وسلهوالو طالبانو په شړلو نهدي توانېدلي.
راپور: محمد صادق رښتینی