هاشمي: د کندز ښار دوهمه او درېیمه حوزه له طالبانو نیول شوي

افغان ځواکونو د کندز ښار دوهمه او درېیمه حوزه د تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې له طالبانو و نیولې.

د کندز د امنیت امر محمد معصوم هاشمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغو سیمو د نیولو لپاره له تېرې شپې راهیسې عملیات روان و.

د نوموړي په خبره د دغه ښار په ځینو برخو کې لا هم جګړه دوام لري، خو د تلفاتو د وروستي شمېرو په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

په کندز ښار کې د وروستیو نښتو له امله څه باندي ۳۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.