د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وایي، مسکو چمتو دی چې د تیلو د بیې د لوړېدو لپاره د تیلو د تولیدونکي او صادرونکي سازمان اوپېک له هڅو د ملاتړ په ترڅ کې د تیلو د تولید اندازه کمه کړي.
د پوتین له دې څرګندونو سره د تیلو بیه د روان کال تر ټولو لوړې کچې ته وخته.
پوتین د ترکیې په استانبول کې د انرژۍ نړیوالې غونډې ته د دوشنبې په ورځ وویل، زموږ په باور د انرژۍ په سکتور کې د ثبات او په مارکیټ کې د یوه تعادل د رامنځه کېدو لپاره یوازینې غوره لاره دا ده چې د تیلو تولید کم یا ورو شي.
هغه وویل، روسیه چمتو ده چې له هغو ګډو اقداماتو سره یوځای شي چې د تیلو تولید محدودي او د تیلو له نورو صادرونکو هېوادونو هم غواړي ورته اقدام وکړي.
پوتین وویل، د تیلو ټیټه بیه د دې سبب شوې چې له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې د تیلو په سکتور کې پانګونه نېږدې پنځه سوه میلیارډ ډالره کمه شي او مارکیټ له سخت رکود سره چې په ۴۵ کلونو کې یې ساری نهدی لیدل شوی، مخامخ شي.
روسیه او نورهېوادونه چې اقتصاد یې پرتیلو متکي دی، له هغه وخت راهیسې چې د یوه بیرل تیلو بیه له څه باندې سلو ډالرو نه نیمایي ته راښکته شوه، اقتصادونه یې له سخت رکود سره مخامخ شوي.