یو شمېرلویدیځو ورځپاڼو د کندز په شمول د افغانستان په یو شمېر ښارونو د وسلهوالو طالبانو پر وروستیو بریدونو او په وړاندې یې د افغان امنیتي ځواکونو په مقاومت لیکنې خپرې کړې دي.
"افغان ځواکونه په یوازې ځان هڅه کوي چې د طالبانو د یرغلونو په وړاندې مقاومت وکړي." دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو لیکنې سرلیک دی.
ورځپاڼه د چارواکو په وینا وايي، په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه پر کندز ښار د طالبانو د یوې اوونۍ راهیسې د روان برید د په شا تنبولو هڅه کوي ، وسلهوالو په لویدیځ او جنوب کې پر ښاري سیمو بریدونو ته زور ورکړی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي:
فراه کې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د برید په وړاندې د لومړي خط د ساتلو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
همدارنګه د هلمند د مرکز لښکرګاه په شاوخوا کې هم جګړې روانې دي.
د ورځپاڼې په وینا د لښکرګاه ښار د میاشتو راهیسې د طالبانو له ګواښ سره مخ دی او افغان ځواکونه تراوسه په دې کې پاتې راغلی چې د طالبان له نیول شویو سیمو په شا کړي.
ورځپاڼه زیاتوي ، کندز کې کوڅه په کوڅه جګړې چې لسګونه زره خلک یې بې کوره کړل، هغه باور زیانمن کړی چې ویل کېږي د لویدیځ لهخوا روزل شوي او تمویلیدونکي افغان امنیتي ځواکونه ښاري سیمې ساتلی شي.
خو نیویارک ټایمز زیاتوي، افغان او لویدیځ چارواکي اوس هم وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په یوازې ځان د خپلو سیمو په دفاع توانیدلي دي.
ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندان جان نیکولسن له خولې چې د شنبې په ورځ د لوړو پوړو افغان چارواکو سره لښکرګاه ته تللی و وايي، طالبانو د اګسټ د میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ښارونو د نیولو اووه هڅې کړي دي چې د ده په وینا دا هره هڅه ناکامه شوې ده.
خو ورځپاڼه د فراه د ولایت د ولایتي شورا د مشر فرید احمد بختور له خولې وايي، د یکشنبې په شپه طالبان د فراه مرکز ته نېږدې د بیرنګ توت سیمې ته رسیدلي وو او که هوايي بمباري نه وای شوې نو ډېرنېږدې و چې د فراه ښار ونیسي.
بختور دې ورځپاڼه ته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي، یو شمېرافغان سرتېرو خپلې پوستې پرته له دې چې یو ډز هم وکړي خوشې کړې وې.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې بیا یوه لیکنه کړې ده چې سرلیک یې دی "د طالبانو لهخوا تر پخوا قوي چاودیدونکې مواد کارول کېږي او بیه یې افغان سرتیري پرې کوي."
ورځپاڼه په جګړه کې د یو ټپي شوي او معلول سرتېري جاوید محمدي کیسه کوي او وايي، افغانستان اوږده موده په جګړه کې ښکیل و، دومره اوږده موده چې د جګړې د قربانیانو درې نسله یې پر ځای پرېښي.
لیکوال وايي، له دوی څخه ډېرو د بدن غړي له لاسه ورکړي چې ډېر یې د شوروي اتحاد لهخوا د کار شویو مځکنیو ماینونو او نور چاودیدونکو موادو له کبله وو.
خو د ورځپاڼې په وینا د طالبانو خلاف د تېرې لسیزې جګړې د معیوبو سړیو یو بل نسل رامنځ ته کړی دی چې تقریباً ټول یې په څو ویشت کلنۍ کې دي.
د ورځپاڼې په وینا د دوی ډېری د جګړې د پخوانیو ټپي سرتېرو په مقایسه سخت ټپیان شوي ځکه هغه چاودیدونکې مواد چې د اوسنیو وسلهوالو لهخوا کارول کېږي تر پخوانیو هغو ډېر قوي دي.