د امریکا د استازو مجلس رئیس او د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي پاول راین وویل چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د کاندید ډونالډ ټرمپ ملاتړ نهکوي.
پاول راین پرون دوشنبې څرګنده کړه چې د ټرمپ لپاره به کمپاین ونهکړي.
د دې مسئلې په غبرګون کې ډونالډ ټرمپ چې جمهوري ریاست ته د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید دی، پر ټویټر وویل چې پاول راین باید خپل وخت د ده لپاره په کمپاین ضایع نهکړي.
د پاول رایین تر دې اعلان څو ورځې مخکې د واشنګټن پوست ورځپاڼې یوه ویډیو خپره کړه چې په هغه کې ټرمپ د ښځو په اړه سپکې خبرې او له یوې میړوښې ښځې سره د جنسي اړیکو لپاره پر خپلو کوښښونو څرګندونې کوي.
د امریکا دجمهوري ریاست ټاکنې د نوومبر په اتمه نېټه ترسره کېږي.