په استونیا کې اول وار یوې ښځې د ولسمشرې په توګه د خدمت لوړه وکړه.
کرستي کالیولاید ۴۶ کلنه ده او پرون دوشنبې يې د استونیا د جمهوري ریاست تشریفاتي مقام ته د رسېدو په ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړ.
دا به د استونیا د مخکني ولسمشر توماس هندریک پر ځای چې په امریکا کې یې زده کړې کړې، په کار پیل وکړي.
کرستي کالیولاید ویلي چې په بالتیک حوزه کې د ناټو د پوځي حضور او د اوکراین د ختیځ له امله پر روسیه د بندیزونو له پلانه ملاتړ به جاري وساتي.