له ځینو بانکونو نه د امریکا د خزانې ورارت غوښتنې

د امریکا د خزانې ورارت غواړي هغو بانکونو ته ډاډ ورکړي چې له ایراني بانکونو سره راکړې ورکړې ته زړه نه ښه کوي خو ایران وايي چې دا اقدامات کافي نه دي.

د امریکا حکومت په دې اړه لارښوونې د اوونۍ په پیل کې د تهران له شکایتونو څو میاشتې وروسته خپرې کړې.

په دې لارښوونو کې دا خبره په ډاګه شوې ده چې غیر امریکايي بانکونه کولای شي له ایران سره په ډالرو معامله وکړي.

له دې مخکې د امریکا ځینو مالي ادارو دا تجارتي معاملې رد کړې وې.

د امریکا د خزانې وزارت ویاندې تېر ماښام وویل چې دا وزارت له ایرانه په لېرې شویو بندیزونو کې نوره اسانتیا نه راولي بلکې غواړي دا روښانه کړي چې د تېرکال له اټمي موافقې وروسته له ایران سره مجازې معاملې د پاتې بندیزونو په رڼا کې څنګه عملي کیدای شي.

تهران تور لګوي چې اوسنۍ لارښوونې نه شي کولای هغه وېره چې شرکتونه یې له ایران سره په ډالري معاملو کې لري لېرې کړي ځکه دا پیسې بالاخره د امریکا بانکونو ته ځي چې دا بیا پر ایران د لګول شویو بندیزونو له اصولو سره په ټکر کې دی.