د یمن په اړه له م.م نه د ایران د بهرنیو چارو وزیر غوښتنې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتي دي چې د ایران یوې الوتکې ته اجازه ورکړي څو په یمن کې د هغې بمبارۍ قربانیان راوباسي چې د دې اوونۍ په پیل کې یې ۱۴۰ کسان د یوې جنازې په مراسمو کې د ګډون پرمهال ووژل.

محمدجواد ظریف وویل، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف له خوا د دې بوږنوونکې هوايي حملې د خبر په اورېدو شاک شوی دی.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد عملیات کوي.

ملګري ملتونه وايي چې د یمن په پلازمینه صنعا کې د اوونۍ د پیل په هوايي حمله کې د ۱۴۰ کسانو پر وژنه سربېره ۵۲۵ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

جواد ظریف وویل، ایران غواړي چې د دې هېواد د سرې میاشتې اداره صنعا ته د هوا له لارې بشري مرستې ورسوي او د پېښې ټپیان د ایران روغتونونو ته انتقال کړي.

ظریف وویل، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف او د امریکا په ګډون د هغه ملاتړي باید د دې دردوونکې پېښې او په تېر یو نیم کال کې په یمن کې د نورو جنګي جرایمو د پلانولو مسوول وګڼل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون دا حمله غندلې او د دې پېښې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده.