بان کي مون یمن کې د روان بحران په اړه د "حسابدهي" غږ کړی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون یمن کې د روان بحران په اړه د "حسابدهي" غږ کړی دی.

دا په‎داسې حال‎کې ده چې روانه اوونۍ یمن کې د جنازې پر مراسمو په هوايي حمله کې لږ تر لږه ۱۴۰ تنه ووژل شو.

داسې انګېرل کېږي چې بمباري د سعودي عربستان هوايي ځواکونو کړې ده.

بان کي مون پرون دوشنبې خبریالانو ته وویل، د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف هوايي حملو په یمن کې ډېر زیات تاوان رسولی، روغتیايي مرکزونه او ملکي تاسیساتو ویجاړ شوي دي.

بان کي مون ټینګار وکړ چې په یمن کې د "وحشتناکې جګړې" په اړه باید محاسبه وشي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر ویلي چې د یمن د جګړې په اړه له معافیته کار اخېستل کېږي او د دې سازمان د بشري حقونو پر شورا چې سعودي عربستان یې غړی دی، تور پورې کړی چې دې مسئلې ته یې پام نه‎دی کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر زید راد الحسین ویلي، په یمن کې پر بشري حقونو د تېریو په اړه باید خپلواکې څېړنې وشي.