د هلمند چارواکي وايي، د لښکرګاه ښار پر دوهمه امنیتي حوزه حمله کې لږ تر لږه ۳۱ تنه وسلهوال طالبان ووژل شول.
د هلمند د والي د دفتر خبرپاڼه وايي، وسلهوالو طالبانو پرون دوشنبې پردې سیمه پراخه حمله وکړه چې په ځواب کې یې حکومتي لوري سیمه بمبارد کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې د لښکرګاه ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مهاجر بازار کې په انتحاري حمله کې لږ تر لږه درې ملکي کسان وژل شوي دی.
په لښکرګاه کې پرون د پولیسو ۱۰ تنه افسران هم په انتحاري حمله کې ووژل شول.
د خبرپاڼې په حواله، امنیتي ځواکونو ته د وسلهوالو طالبانو وسلې او نور مهمات هم ور پاتې شوي دي.