د کندز خلکو استازو ته د ولسمشرغني ډاډ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کندز خلکو استازو ته ډاډ ورکړ چې د کندز ښار د سقوط د عواملو تر څېړنې وروسته به هلته د اداري تغیراتو پریکړه وکړي.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون دوشنبې ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې ښاغلي غني د دې ولایت له یو شمېر استازو او قومي مشرانو سره هلته پر امنیتي وضعیت او ستونزو خبرې کړې دي.

د ښاغلي مرتضوي په وینا، د کندز استازو د دې ولایت په اداري تشکیلاتو کې د بدلون غوښتنه کړې ده.

هغه همدا راز وویل چې کندز ښار په بشپړ ډول امنیتي ځواکونو په لاس کې دی او د شاوخوا سیمو د امنیت ټینګولو هڅې کوي.

کندز ښار کې د جګړو له امله لږ تر لږه ۳۳ زره کسان بې کوره شوي دي.