تینج: جنرال دوستم دکندز سفر په اړه ولسمشر سره خبرې کوي

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم کندز ته د سفر په تړاو له افغان ولسمشر او ملي امنیت شورا سره خبرې کوي.

د ښاغلي دوستم د دفتر ویاند بشیر احمد تینج نن ازادي راډيو ته وویل، ښاغلی دوستم پلان لري چې کندز په بشپړه توګه له وسله والو تصفیه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې بروکسل کنفرانس ته د ولسمشر غني د سفر پرمهال د کندز د جګړې رهبري د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم کوله.

ښاغلي دوستم تردې وړاندې بیا د افغانستان د ملي امنیت له شورا څخه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې ده ته اجازه نه ورکول کېږي چې په کندز کې وسله وال مخالفان وځپي.