د ولسي جرګې مشر وایي، د امنیتي ادارو چارواکي کندزکې د ناامنۍ د زیاتېدو په خاطراستجوابوي.
عبدالروف ابراهیمي نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د کندز سقوط او دغلته د جګړې دوام یو لړ جدي پوښتنې راپیدا کړي او امنیتي چارواکي باید ځواب ورکړي.
ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:
"د کندز سقوط جدې پوښتنې راولاړې کړي، باید امنیتي مسؤلین د ولسي جرګې تالار ته راوغوښتل شي او د کندز سقوط او دغلته د نا امنیو د دوام پوښتنې ترې وشي."
ښاغلي ابراهیمي وویل، که د هېواد امنیت ته جدي پام ونهشي د کندز له سقوط وروسته به د هېواد نور ولایتونه هم د وسلهوالو مخالفانو لاس ته ورشي.
دا په داسې حال کې ده چې په کندز کې نن د اتمې ورځې لپاره جګړه روانه ده.
خو امنیتي چارواکي وایي، د کندز مهمې برخې له وسلهوالو تصفیه شوي دي.