کابل والي وایي، د ځمکو د غاصبینو لېست یې له ولسمشرغني سره شریک کړی.
حامد اکرم نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا مهال ۴۲ زره جریبه دولتي ځمکې پهدې ولایت کې د یوشمېرکسانو لهخوا عضب شوي دي.
د کابل والي همدارنګه ډاډ ورکړ چې دولتي ځمکې به له غاصبینو بېرته واخېستل شي.
په همدې حال کې د کابل یو شمېراوسیدونکي بیا وایي، دا مهال د ځمکو په غصب کې تر ډېره دولتي چارواکي، زورواکي او د ملي شورا یو شمېرغړي لاس لري.