خوګیانی: ننګرهار کې د طالبانو خپلمنځي نښتې۶ وسله وال وژلي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د دو ډلو ترمنځ جګړه کې۱۴ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي وايي، د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د امبار خانې په ترکي کلا سيمه کې تېره ورځ ناوخته د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ خپلي منځي جګړه رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې د دواړو ډلو څخه شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي، په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو د کمېسیون يو مهم غړی او په ټپيانو کې د مومندرې لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال قاري محمد هم شامل دی.

خپله وسله والو طالبانو په دې تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.