حاجي اغا: د خاک پولي په نوم پیسو اخیستل سوداګر اندېښمن کړي

د افغانستان د متشبیثینو عالي بورډ وایي چې مالیې وزارت د افغان سوداګرو له وارداتي مالونو څخه د خاک پولي په نوم ۵۰۰۰ افغانۍ اخلي.

د متشبیثینو د عالي بورد رئیس حاجي اغا نن دوشنبې ازادي راډيو ته وویل چې له سوداګرو څخه دغه اندازه پیسې د ګمرکاتو د تعرفې ترڅنګ اخیستل کېږي:

"مالیې وزارت بندرونو ته یو مکتوب استولی دی په ځانګړې توګه د ننګرهار او کندهار بندرونو ته چې له هغو موټرو څخه چې له بهره افغانستان ته مالونه واردوي ۵۰۰۰ افغانۍ د خاک پولي په نوم واخلي، دا یو بل مشکل دی افغان سوداګرو ته."

په ورته وخت کې د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وایي چې دا یوه پخوانۍ پروسه ده او په هغو سیمو کې چې نه وه عملي شوې وزارت ورته د تطبیق په هدف مکتوبونه استولي دي.

ښاغلی عبدالرحیمزی وایي، د دغې پروسې له مخې هغه پاکستاني موټر چې افغانستان ته مالونه واردوي له هغوی څخه ۵۰۰۰ او له افغاني موټرو څخه۲۵۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.