نیازی: ډېر ژر به د پکتیا ۱۳زره کورنیو ته برېښنا ورسول شي

د پکتیا د اوبو او برېښنا ریاست چارواکي وایي، په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولایت ۱۳ زره کورنیو ته برېښنا ورسول شي.

په سویل ختیځ زون کې د اوبو او برېښنا رئیس محمد اصف نیازي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د انتقالي برېښنا چاري اتیا سلنه بشپړه شوي او د شل سلنه نورې تر بشپړېدلو وروسته به خلکو ته برېښنا توضیح کړي.

نوموړي وویل چې دغه انتقالي برېښنا له کابل څخه ګردیز ته انتقالېږي.

دا مهال په پکتیا کې له یو میلیون وګړو څخه یوازې دوه زره کورنۍ برېښنا لري.