د امريکا سمندري ځواکونو پر کښتۍ ميزاييل توغول شوي

د امريکا د سمندري ځواکونو پر يوه جنګي کښتۍ دوه ميزاييل توغول شوي دي.

دغه ميزاييل د يمن له هغې سيمې توغول شوي چې د شيعه ياغي ځواکونو په ولکه کې دي.

د امريکا د سمندري ځواکونو يوه وياند پرون وويل چې دغې حملې ځاني يا مالي زيان نه دى اړولى، ځکه دواړه مزاييل کښتۍ ته تر رسېدو مخکې پر اوبو لګېدلي دي.

په همدې ورځ د سعودي عربستان چارواکو وويل، په يوه توغندي چې له يمنه توغول شوى و، مکې ښار ته نېږدې د سعودي يوې پوځي اډې ته نېږدې لګېدلى.

د سعودي عربستان چارواکي وايي، هغه توغندي هم کوم زيان نه دى اړولى.