د ترکیې جنوب ختیځ کې انتحاري حملې ۱۰سرتیري او ۸ ملکیان وژلي

د ترکیې په جنوب ختیځ کې د پوځ یوې پوستې ته نېږدې د افراطي کُرد ډلو له‎خوا یوې انتحاري حملې ۱۰ تُرک سرتیري او اته ملکي وګړي وژلي دي.

د راپورونو له مخې په دې حمله کې د ۱۱ سرتېرو په ګډون نور ۲۷ کسان ټپیان شوي دي.

د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدرم دا حمله وغندله.

ییلدرم پرون په استانبول کې په یوه خبري غونډه کې وویل، انتحاري بریدکوونکي ځان له هغه موټر سره والوزاوه چې پنځه ټنه چاودیدونکي مواد په‎کې بار وو.

د ترکیې اناتولیه دولتي خبري آژانس د امنیتي ادارو په حواله راپور ورکوي چې دا برید د هکاري ولایت اړوند په سیمدینلي Semdinli ښارګوټي کې د پولیسو یوې پوستې ته نېږدې شوې او د کُردستان د کارګرانو ګوند پي کې کې PKK لاس په‎کې لري.

له پروسږن دوبي راهیسې وروسته له دې چې د ترکیې د حکومت او پي کې کې ترمنځ دوه نیم کلن اوربند مات شو، په ترکیه کې د خونړیو حملو یوه لړۍ پیل شوه.

په دې حملو کې د ۶۰۰ ترکي سرتېرو په‎ګډون سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي.

ترکي چارواکي وايي چې دا حملې داعش ډله او پي کې کې ډلې کوي.