یمن کې مظاهره‎چیانو د م.م دفتر مخې ته اعتراض وکړ

د یمن په پلازمینه صنعا کې پرون زرګونه مظاهره‎چیانو د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته په غونډه کې د سلګونو کسانو په ګډون د جنازې پر مراسمو د بمبارۍ پرضد یې اعتراض څرګند کړ.

ملګري ملتونه وايي چې په پرونۍ حمله کې له یوسل او څلویښتو زیات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې په یمن کې د وسله‎والو مخالفینو پرضد جګړه کوي وايي چې د دې هوايي حملې په اړه به تحقیقات پیل کړي.

اعتراض کوونکو پر ملګرو ملتونو له دې کبله اعتراض وکړ چې د یمن د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅه نه کوي.

دوی د پېښې په اړه د خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د دې پېښې په اړه د بې پرې تحقیقاتو غوښتنه کړې، ویلي یې دي چې پر ملکي وګړو حمله په هېڅ صورت د منلو وړ نه‎ده او غوښتنه یې کړې چې د دې حملې له عاملانو سره باید قانوني چلند وشي.