کندز چارواکي: د ښار مهمې برخې له وسله‌‌والو طالبانو تصفیه شوي

د کندز چارواکي وایي، د ښار مهمې برخې له وسله‌‌والو طالبانو تصفیه کړي او په ځينو برخو کې لا هم جګړه روانه ده.

د دغه ولایت والي ویاند سید محمود دانش نن ازادي راډیو ته وویل چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د دقیق شمېر په اړه یې څه ونه ویل.

خو ځایي اوسیدونکي وایي چې وسله‌‌وال طالبان لا هم د دغه ښار په یو شمېر برخو کې حضور لري او په افغان ځواکونو ډزې کوي.

په کندز کې نن د جګړې اتمه ورځ ده.

خو وسله‌‌وال طالبان وایي چې لا هم د کندز ښار مهمې برخې له دوی سره دي.

پخواني:

په کندز ښار کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ جګړه روانه وه.

کندز کې د ازادۍ راډیو د خبریال د راپور له مخې پرون ورځ او تېره شپه ښار په لویدیځه څنډه کې په قهوه خانه او د سپین زر په فامیلیو، په ختیځه څنډه کې په خان‎اباد بندر، د شمال له‎خوا د چهل دختران په کوڅه او د جنوب له‎خوا په ابراهیم خېلو او نورو سیمو کې نښتې روانې وې خو پرون د ښار په مرکز کې د ولایت په واټ کې د خلکو تګ راتګ د تېرو څو ورځو په پرتله زیات و.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندز په بېلابېلو برخو کې په پوځي عملیاتو کې وسله‎والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

د کورنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې عملیاتو کې د طالبانو د نهو قوماندانانو په ګډون ټول ۵۲ وسله‎وال وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د کورنیوچارو وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د کندز ښار د لومړۍ ناحیې اړوندې سیمې له وسله‎والو طالبانو څخه پاکې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندز ښاریان د جګړې د اوږدېدو له کبله د خوړو او د نورو اړتیاوړ موادو له کمښت سره مخامخ دي.