یو شمېر مدني فعالان او د ولسي جرګې غړي وايي، حکومت دې په کندز کې د روان بحران مخه ونیسي.
د ختیځ،جنوب ختیځ او کابل یو شمېر ځوانانو، مدني فعالانو او د ولسي جرګې غړیو د کندز وروستی ناسم امنیتي حالات د یوې غونډې په ترڅ کې وغندل او پر حکومت یې غږ وکړ چې کندز له روانې جګړې خلاص کړي.
دوی نن یکشنبه په کابل کې د پارلمان په زړې ودانۍ کې یوه احتجاجیه غونډه وکړه او د کندوز له جګړه ځپلو سره یې د مرستې غږ هم پورته کړ.
په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازي انجینر کمال وویل چې د کندز د لومړي ځل سقوط د وضعیت ارزونې راپور رسنیو ته په ډاګه نهشو او نه یې هم عاملین په ګوته شول.
نوموړي زیاته چې حکومت د یوې شمېر مصلحتونو له مخې هغه کسان چې د کندز په جګړه کې یې ناغیړي کړې وه، بېرته په خپلو دندو وګومارل او هغه ۵۵۰ میلیونه افغانۍ چې د کندز د ساتنې او کمربند لپاره ورکړل شوې وې، حیف و میل شوې.
دغه شان په غونډه کې د کندز له جګړه ځپلو سره د مرستې غوښتنه هم وشوه.
یاده دې وي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان په شمال کندز ولایت کې د وسلهوالو مخالفینو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده چې له امله یې سلګونه کورنۍ کډه کولو ته مجبورې شوي دي.