لاوروف: امریکا تیري کوونکي ګامونه اخېستي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، د امریکا متحدو ایالتونو د ده په وینا تیري کوونکي ګامونه اخېستي چې د روسیې ملي امنیت ګواښي.

لاوروف له ون ټلویزیوني چېنل سره په مرکه کې چې متن یې نن د بهرنیو چارو وزارت په ویب‎پاڼه کې خپور شوی، ویلي چې د روسیې د تهاجم ویرې ته چې اوس د روسیې په اړه د امریکا د پالیسۍ په محور کې ده، په پام سره موږ په حالاتو کې د اساسي بدلونونو شاهدان یو.

لاوروف زیاته کړه چې له روسیې د ویرې مسئله یوازې په څرګندونو پورې نه محدودېږي بلکه تهاجمي اقدامات هم ورسره مله دي چې هغه په حقیقت کې زموږ ملي ګټو ته زیان رسوي او امنیت مو له خطرسره مخامخ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د پولي په اوږدو کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالي، په ختیځه اروپا کې د هوایي مدافعې ضد توغندیو نصبولو او د اوکراین په خاطر پر مسکو لګولو شویو بندیزونو ته اشاره کړې ده.

له لویدیځ سره د روسیې په اړیکو کې کړکېچ وروسته له هغې چې د ۲۰۱۴میلادي کال په مارچ میاشت کې یې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، د سړې جګړې د پای ته رسېدو د وخت کچې ته ورسېد.