فاریاب کې ۵۰ سرتېري د طالبانو تر محاصرې وروسته و ژغورل شول

فاریاب کې ۵۰ امنیتي سرتېري د طالبانو تر پنځه ورځنۍ محاصرې وروسته و ژغورل شول.

د فاریاب امنیه قومندان عبدالنبي الهام نن خبریالانو ته وویل چې دغه شمېر پولیس په غورماچ ولسوالۍ کې د طالبانو له‎خوا کلان بند شوي و چې د ژغورنې په عملیاتو کې اووه طالبان ووژل شول او پنځه تنه ټپان دي.

امنیتي مسؤلین په دغه موده کې د درېیو افغان پولیسو د ټپي کېدو خبر هم ورکوي.

د یو بل خبر له مخې په سرپل کې یو شمېر سیمه ییز پولیس وایي، که لازم تجهیزات او امکانات ورنه‎کړل شي نو خپلې پوستې به پریږدي.

خو د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني دغه ادعاوې له قومندانانو سره د پولیسو د شخصي عقدو له امله بولي او وایي چې د هغوی ستونزې به حل کړي.