په ننګرهار کې ۳۴ داعشیان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وویل، دغه داعش جنګیالي تېره شپه په هسکه مېنه او نازیانو ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو د بېپيلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.
نوموړی وايي، دغه هوايي بریدونه د شفق سېلاب په نوم د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې شوي چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په هارون بابا سیمه کې ۳۱ او درې نور د نازیانو ولسوالۍ په بارهخېلو سیمه کې وژل شوي.
داعش وسلهوالو د دې عمليات په تړاو رسنیو ته څه نهدي ويلي.