فعالان: مشران دې د غوراوي کمېټې کارونو کې مداخله نه‎کوي

د مدني ټولنې یو شمېر بنسټونه د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د غوراوي له کمېټې غواړي چې په انتخاباتي سیسټم کې د اصلاحاتو لپاره خپل کارونه په پوره بې‌طرفۍ ترسره کړي.

د افغانستان د عادلانه او ازادو انتخاباتو د بنسټ یا فیفا مسؤل رحمت‌الله صالحي نن د مدني ټولنو په ګډه غونډه کې د ملي وحدت حکومت له مشرانو وغوښتل چې د غوراوي کمېټې په کارونو کې مداخله ونه‎کړي.

ښاغلی صالحي وايي:

"که حکومت او یا کوم بل کس د غوراوي کمېټې په چارو کې لاسوهنه کوي نو دغه کمېټه باید دا موضوع له خلکو سره شریکه کړي او خلکو ته د حکومت د مداخلې د مخنیوي په برخه کې خپله وړتیا ثابته کړي."

دغه مدني فعالان همدارنګه د غوراوي له کمېټې غواړي چې ولسمشر ته د انتخاباتي کمېسیونونو د غړو په توګه د افرادو په پېژندلو کې د بې‌طرفۍ اصل، قومي او جنسیتي ترکیب په پام کې ونیسي.

له دې مخکې داسې اندېښنې موجودې وې چې ځينې حکومتۍ کړۍ د غوراوي کمېټې په چارو کې لاسوهنه کوي.

خو د دغې کمېټې ویاند دا اندېښنې بې‌ځایه یادې کړې او ویلي یې دي چې دوی د انتخاباتي نظام په اصلاحاتو کې جدي او بې‌طرفه عمل کوي.