ماليې وزارت بروکسل غونډه کې د نړیوالې ټولنې قناعت خپل کړی

د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې د بروکسل په غونډه کې یې د نړیوالې ټولنې قناعت خپل کړی او دغه دوه ورځنۍ غونډه په بریا سره پای ته ورسېده.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن یکشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دغې غونډه کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د ۱۵.۲ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

دغه‌راز نړیوالې ټولنې له افغانستانه په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

د بروکسل نړیواله دوه ورځنۍ غونډه د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ۷۵ هېوادونو او شاوخوا ۲۶ نړیوالو مؤسسو په ګډون له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د میلیاردونو ډالرو په ژمنې سره پای ته ورسېده.