بلخ او سمنګان ولایتونو کې ځوانانو ته د کارموندنې په هدف او افغاني محصولاتو ته د بازار موندنې د پروژې عملي کار پیل شو.
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رئیس شیر احمد سپاهي زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروژه د کار د نړیوال سازمان یا ایلو لهخوا په لاره اچول شوې چې له مخې یې سلګونه ځوانان کولای شي افغاني محصولاتو ته په ښارونو کې بازار موندنه وکړي.