هغه نوي خپاره شوي تصویرونه چې د سټلایت لهخوا اخیستل شوي ښیي چې شمالي کوریا د لیرې واټن ویشتونکي توغندي د ازمولو لپاره تیاری نیسي.
په دغو تصویرونو کې چې نن خپاره شوي داسې ښکاري چې شمالي کوریا د سوهای سټلایټ د توغولو په سیمه کې فعالیتونه لکه د سوند موادو ودانۍ ته نېږدې د موټرو د حرکت او د توغندیو د توغولو له دستګاه سره فعالیتونه زیات کړي دي.
په جنوبي کوریا کې د چارو کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړې چې پیویانګ یانګ په پام کې لري چې د اکټوبر یوولسمه د واکمن کارګر ګوند د تأسیس د ورځې د لمانځلو په پلمه خپله ځواکمنتیا وښیي.
شمالي کوریا د فبروري په میاشت کې د سټلایټ په ذریعه یو توغندی په بریالیتوب سره وازماوه.
په جنوري کې دې هېواد څلورمه اټمي آزموینه ترسره کړې وه.
پیونګ یانګ د ملګرو ملتونو له پریکړهلیکونو او د نړیوالو له لوري د لګول شویو سختو بندیزونو سره سره د اټمي وسلو او لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پراختیایي چارو ته دوام ورکوي.