کندز ښاریان: د بشري مرستو د رسېدو په هدف دې اوربند وشي

د کندز ښار اوسېدونکي له حکومتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو غواړي چې دغه ښار ته د بشري مرستو د رسېدو په هدف اوربند وکړي.

دا په‎ داسې حال کې ده چې له سیمې د ازادي راډیو خبریال وایي، په کندز ښار کې د اوومې پر له‎پسې ورځې لپاره جګړه روانه ده چې له امله‌یې خلک د خوراکي موادو او اوبو له جدي کمښت سره مخامخ دي.

د کندز سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دغو جګړو له امله څه باندې ۲۰ زره کورنۍ نورو ولایتونو ته تښتېدلي خو اټکل کېږي چې څلور نیم لکه کسان به لاهم په دغه ښار کې بند پاته وي.

په ورته وخت کې د خط نو په نوم سازمان وایي، د کندز خلکو ته د مرستې په هدف‌یې د پيسو ټولولو یو صندوق جوړ کړی او تر راتلونکو څو ورځو به د دغه ښار خلکو ته نغدي مرستې ورسوي.