د دفاع وزارت ویاند په هلمند کې د خیالي ځواکونو مسئله ردوي.
جنرال دولت وزیري نن ازادي راډیو ته وویل چې دفاع وزارت د ولسمشر غني په سپارښتنه په ټولو ولایتونو کې د ملي اردو ځواکونو بیا شمېرنه پیل کړې ده.
د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا د سرمفتش ادارې سیګار په وروستیو کې له پنټاګونه غوښتي څو د هغو لسګونه زره خیالي سرتېرو په اړه وضاحت ورکړي چې د افغان ځواکونو په لیکو کې یې نومونه شته او تنخواګانې اخلي.
د سیګار مشر جان سوپکو په خپل لیک کې ویلي چې یوازې هلمند کې له ۲۶ زره ځواکونو څخه نیمایې یې فزیکي حضور نهلري، خو تنخواګانې یې ورکول کېږي.