بغلان کې د هلیکوپټرې سقوط پېښه کې د ملي اردو ۷ تنه وژل شوي

بغلان کې د یوې هلیکوپټرې د سقوط په پېښه کې د ملي اردو ۷ تنه وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، دغه هلیکوپټر چې نن سهار یې په ډنډ غوري سیمه کې یوې پوځي اډې ته اکمالات رسول، د تخنیکي ستونزو له امله راولوېده.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"دغو هلیکوپټرو نن سهار د لمانځه پر وخت غوښتل هلته اکمالات وکړي. متأسفانه دغې هلیکوپټرې تخنیکې عوارض پیدا کړي، اووه تنه په‎کې شهیدان شوي دي."

خو له دې مخکې د بغلان د ولایتي شورا مرستیال ازادي راډيو ته وویل، دغې الوتکې کله چې د طالبانو له‎خوا محاصره شوې اډې ته اکمالات رسول، د طالبانو له‎خوا په راکټ وویشتل شوه.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په یوه بیان کې ویلي چې دغه الوتکه د دوی له‎خوا په نښه شوې ده.