د ګرجستان واکمن ګوند انتخاباتو کې څه باندې ٥٠ سلنه رأيې ګټلې

د ګرجستان د پارلماني انتخاباتو لومړۍ پايلې ښيي چې واکمن ګوند د دغه هېواد پارلماني انتخاباتو کې څه باندې ٥٠ فيصده رأيې ګټلې دي.

د انتخاباتو مرکزي کمېسيون نن وويل، د ٦٠ فيصده شمېرل شويو رأيو له مخې د ګرجستان هيله ګوند د دغو انتخاباتو ٥٠ اعشاريه ١٦ فيصده رأيې ګټلې دي، ورپسې د اپوزېسيون متحد ملي غورځنګ ګوند چې په دويم کتار کې راغلى، څه باندې ٢٦ فيصده رأيې خپلې کړې دي.

نور ګوندونه نه‌دي توانېدلي چې د رأيو فيصدي يې ټاکلي حد پنځو ته ورسېږي.

د ګرجستان هيله ګوند چې کله پرون د رأيې ورکولو مرکزونه وتړل شول، په دغو انتخاباتو کې د بري ادعا وکړه.

د اپوزېسيون ګوندونو تور لګولى چې واکمن ګوند هڅه کوي، دغه انتخابات غلا کړي.

د ګرجستان د انتخاباتو د پېچلو قوانينو له مخې د دغه هېواد د ١٥٠ کسيزې ولسي جرګې پر جوړښت به بله مياشت پرېکړه وشي.