یمن کې له وروستۍ هوايي حملې وروسته چې د ملګرو ملتونو په وینا تر ۱۴۰ تنو زیات کسان پهکې وژل شوي، د امریکا متحده ایالت غواړي چې د سعودي عربستان په مشرۍ له ائتلاف سره پر خپل ملاتړ بیا کتنه وکړي.
ملګري ملتونه وايي چې په دې برید کې ۲۲۵ تنه نور ژوبل شوي دي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند نید پرایس په یوه خبرپاڼه کې پرون اعلان وکړ چې له سعودي عربستان سره د امریکا د متحده ایالتو عملیات سپین چک نهدی.
ده همداراز ویلي:
"د دې او د نورو وروستیو پېښو په رڼا کې موږ د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف پر ملاتړ چې له وړاندې څخه مو کم کړی دی، فوري بیا کتنه پیل کړې ده."
یمن کې د حوثي ډلې تر واک لاندې حکومت د روغتیا وزیر اسماعیل غازي ویلي چې د اکتوبر د اتمې هوايي حملې په صنعا ښار کې څه باندې سل کسان وژلي او د مړو شمېر لا پسې زیاتېږي.
ښاغلي غازي زیاته کړې چې دا حمله د حوثي حکومت د کورنیو چارو د وزیر جلالالرویشان د پلار د جنازې په مراسمو باندې شوې ده.
غازي نهدي ویلي چې د کورنیو چارو وزیر جلال د پېښې په ځای کې و او که نه.
له بلېخوا د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف چې د یمن د راپرځول شوي حکومت د ملاتړ په هدف د حوثي ډلې پر ضد حملې کوي، دا رد کړې چې په صنعا کې یې د جنازې په مراسمو باندې بمباري کړې ده.
ائتلاف په یوه بیان کې ویلي چې د اکتوبر په اتمهیې په یاده سیمه کې هېڅ عملیات نهدي کړي او کېدای شي د دې مرګ ژوبلې علت بل څه وي.