جرمني کې امنیتي چارواکي د یوه سوري سړي په لټه کې دي

جرمني کې چې امنیتي چارواکي د یوه سوري سړي په لټه کې دي چې د یوې سترې بمي حملې د ترسره کولو ګمان پرې شوی دی.

چارواکو ویلي چې ۲۲ کلن جابرالبکر چې د دمشق اوسېدونکی دی د جرمني په ختیځ ښار شیمینتز کې د حملې په پلان تورن شوی دی.

د جرمني امنیتي چارواکو «ډي، پي، اې» خبري آژانس ته ویلي چې استخباراتي چارواکو د البکر په اړه معلومات درلودل او اټکل‌یې کاوه چې هغه له اسلام‎پالو افراطي ډلو سره اړیکه لري.

د رپوټ له مخې سلګونه پولیس او کومانډو پوځیان د دغه کس د نیولو په لټه کې دي.