ګرجستان کې د "هیلې" ګوند په پارلماني انتخاباتو کې د بریا اعلان کړی دی.
د ګرجستان صدراعظم مرستیال کاخا کالادزه او د هیلې ګوند غړیو روېټرز ته ویلي چې د راټولو شویو معلوماتو له مخې دغه ګوند لږ تر لږه ۵۸ څوکۍ خپلې کړي دي.
د ګرجستان کیڼ پلوی هیلې ګوند د دغه هېواد د پخواني صدراعظم او میلیاردر بیدزینا ایوانشویلي لهخوا رامنځته شوی دی.
د ګرجستان پارلمان یوازې ۱۵۸ څوکۍ لري.