پروان چارواکي: په لومړیو ۶ میاشتو کې ۳ زره پروژې بشپړې شوي

د پروان ولایت چارواکي د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د درې زره پرمختیايي پروژو د کار د بشپړېدو خبره کوي.

د پروان د پراختیا او بیارغونې رئیس عبدالواسع عزیزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"یو شمېر پروژې د ملي پیوستون پروګرام په چوکاټ کې بشپړې شوي چې شمېر یې ۲۷۷۱ ته رسېږي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د دغو پروژو مجموعي لګښت شاوخوا دوه میلیارده او ۳۳۷ میلیونه افغانۍ کېږي."

د ښاغلي عزیزي په خبره په دغو پروژو کې د سړکونو، پلونو، پلچکونو او څښاک اوبو برابرول شامل دي.

خو د پروان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې دا پروژې وړې دي او د دوی په ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون نه‌شي راوستلی.