هلمند چارواکي: ۸۶ وسله‎وال مخالفین وژل شوي

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د طالبانو د درېیو قومندانانو په شمول ۸۶ وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي.

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دا کسان په نهر سراج، نادعلي او ناوې ولسوالیو کې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د بیان له مخې په نهر سراج ولسوالۍ کې ۱۲ وسله‎وال مخالفین د بهرنیو ځواکونو په هوايي حملو کې وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د وروستۍ مرګ‎ژوبلې د وراوښتو په اړه څه نه‎دي ویلي.

هلمند کې د افغان پوځیانو او وسله‎والو طالبانو تر منځ نښتو په دې وروستیو کې زور اخیستی او د هلمند ډېرې سیمې د سختو نا امنیو شاهدې دي.